د افغانستان د مشرانو جرګې ادارې پلاوی په فاریاب کې د خپل خاوند له لوري د یوې ښځې د پوزې پریکېدل یو غیر انساني عمل بولي.
فضل الهادي مسلمیار د مشرانو جرګې د نن ورځې په عمومې جلسې کې له حکومته غوښتل ترڅو د دې پېښې عاملان پيدا او مجازات کړي.
په همدې حال کې د فاریاب امنيتي چارواکي وایې چې دا پېښه د غورماچ په جر سیاه سیمه کې رامنځ ته شوې چیرته چې له تیرو اتو کلونو راهیسې د طالبانو واک چلیږي.