ولې ډیری میرمنې د خپلو وړتیاوو په څرګندولو شرمېږي؟

الله تعالی هر انسان ته په یوې برخه کې استعداد ورکړی او د دنیا په سر هېڅ انسان نشته چې مهارت او استعدادونه لري. خو ځېنې انسانان شته چې خپل استعدادونه پټ ساتي په ځانګړې توګه؛ اکثره مېرمنې زموږ په ټولنه کې دا ستونزه لري؛ مېرمنې له دې وېرې چې خلک به راپورې وخاندي یا به خلکو ته بده ښکاره شم خپل استعداد پټوي او خپل نطر نه څرګندوي.

دا چې ولې مېرمنې له دې ستونزو سره مخ دي؛ ډېرعلتونه لري، ترټولو غټ علت یې کورنۍ ده په ځېنو کورنیو کې ماشومان په ځانګرې توګه نجونې ډېرې رټل کېږي؛ ته خبرې مه کوه، ته نجلۍ یې، ستا یې څه چې د لویانو په مخ کې خبرې کوي او په سلګونه دا ډول خبرې.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ: ولې ډیری میرمنې د خپلو وړتیاوو په څرګندولو شرمېږي؟