پرویز مشرف ته د اکبر بوکټي د قتل په دوسیه کې برات ورکړ شو

د پاکستان یوې محکمې پخواني پوځي واکمن جنرال پرویزمشرف ته د ۲۰۰۶ کال د بلوڅو د یوه ملتپال مشر د قتل په دوسیه کې برات ورکړ. دا یو له درېیو مواردو و چې مشرف پرې تورن شوی دی.

په دغه دوسیه کې د دواړو لورو وکیلانو په کوټه کې تایید کړه چې محکمې پرپرویز مشرف ټول تورونه بې بنسټه وبلل.

د بلوڅانو مشر اکبر بوکټي چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د پراخې خودمختارۍ لپاره یې وسله واله مبارزه کوله؛ په ۲۰۰۶ کال کې د مشرف د واکمنۍ په دوره کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو.

د هغه وژنې په دغه ایالت کې پراخو پاڅونونو ته لاره هواره کړه اوهم یې د بلوڅانو ملتپال احساسات له دې زیات راوپارول.

خو له دې سره - سره پرپرویز مشرف دوه نورتورونه هم لګول شوي. په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د پخواني صدراعظمې بې نظیر بهوټو په قتل کې د لاس لرلو او په پاکستان کې د اضطراري حالت اعلانول چې د وروستي په خاطرهغه پر ستر خیانت تورن دی.

بهوټو د دې کال په ډسمبر کې د خپل پیپل ګوند د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ووژل شوه.