په کابل کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزه غونډه څو شیبې مخکې پیل شوه.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د دغې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل چې د نن ورځې په غونډه کې به سولې ته د رسیدو پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې وشي.
ښاغلي رباني هیله وښوده چې د نن ورځې غونډه به ښې نتیجې ولري او ورته غونډې به دوام پیدا کړي.
بل لورته د حکومت اجراییه رییس هیله څرګندوي چې د سولې په اړه څلور اړخیزه غونډه چې په کابل کې ترسره کیږي مثبتې نتیجې ولري.
عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا د نن ورځې په ناسته کې وویل، په افغانستان کې یوې واقعي سولې ته رسیدل د دې ناستې د ګډونوالو عزم او ارادې پورې اړه لري.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"په حقیقت کې سولې ته د رسیدو لپاره د دې ناستې د ګډونوالو صادقانه عزم او اراده به لویه مرسته وي، په دې اړه په تېرو ناستو کې هم پرمختګونه شوي دي او هیله مند یو چې دا جلسه هم خپلې لاسته راوړنې ولري."
په دې غونډه کې به چې د وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل پر څرنګوالي راڅرخي، د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالان او د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا او چین ځانګړي استازي برخه اخلي.