د افغانستان د مشرانو جرګې رییس ټينګار کوي چې سوله باید له هغو ډلو سره وشي چې له جګړې او عام وژنې لاس اخلي.
فضل الهادي مسلمیار دا خبرې نن په ننګرهار کې د پرونۍ حملې د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې وکړي.
نوموړي په ننګرهار کې د تېرې ورځې انتحاري حمله وغندله او له حکومته وغوښتل، هغه ډلې چې د افغانانو ویني تویوي او عام وژنه کوي باید ورسره ورته عمل وشي.
په هغه حمله کې چې تېره ورځ د ننګرهار د ولايتي شورا د وکيل عبيداله شينواري پر دېره وشوه، ١٣ تنه ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر يا (یوناما) په کابل کې د امريکا سفارت او افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد کې ښار کې پرونۍ ځان وژونکې حمله په سختو ټکو غندلې ده.