د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د تلې په ۲۴مه نېټه ترسره شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکي انتخابات به د ۱۳۹۵ لمریز کال د میزان په څلوریشتمه نېټه ترسره شي.

د دغه کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حکومت باید د دغو انتخاباتو د هر اړخیز امنیت او لګښت په برخه کې دوی ته په وخت ډاډ ورکړي.

له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني ویلي وو چې انتخاباتو ته بشپړ چمتوالی لري او د انتخاباتو له کمېسیون څخه یې غوښتي وو چې دغو انتخاباتو ته نېټه مشخصه کړي.

خو اجرائیه ریاست له دې وړاندې ویلي چې دوی ته اوسنی کمېسیون مشروعیت نه لري او د راتلونکو انتخاباتو لپاره باید کمېسیون نوی شي.

جمهوري ریاست تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی.