افغان ولسمشر له استرالیا غوښتنه وکړه چې د افغانستان له هوايي ځواک سره مرسته وکړي.
د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې محمد اشرف غني پرون په ارګ کې د اسټراليا له صدراعظم ملکولم ټرنبل (Malcolm Turnbull) سره د دې تر څنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختیا، د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې او په افغانستان کې د سولې پر بهیر خبرې وکړې.
اعلاميه زياتوي چې ولسمشر په دې لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د استرالیا د مرستو مننه وکړه او د دې هېواد له صدراعظمه یې وغوښتل چې استرالیا دې د افغانستان له هوايي ځواک سره همکاري او په افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.
استرالیا په تېره نژدې یوه نیمه لسیزه کې د افغانستان د څو مهمو مرسته کوونکو هېوادونو څخه وو.