امريکايي او عراقي چارواکي هڅه کوي هغه درې امريکايان پيدا کړي چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې لادرکه شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو دا خبره پرون وکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي وويل: موږ د عراقي چارواکو په بشپړې همکارۍ سره هڅه کوو، د دغو کسانو ځاى ځايګى معلوم کړو.
تر دې مخکې العربيه ټلويزيون راپور وکړ چې دغه درې امريکايان ښايي د ملېشه وو له خوا تښتول شوي و.
د عراق د پوليسو يوه افسر د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته وويل، د ده معلومات ښيي چې دغه درې امريکايان او د هغوى يو عراقى ترجمان د هغو ملېشه وسله والو له خوا تښتول شوي چې د پوځ درېشۍ يې په تن کړې وې.
ده ويلي چې د عراق ځواکونو د دوى د موندلو لپاره عمليات پيل کړي دي.
نيمه دولتي ملېشه ځواکونه چې د عراق شيعه ملېشه په کې اکثريت دي، د عراق له حکومت سره د داعش ډلې په وړاندې په مبارزه کې همکاري کوي.
پر دغو ملېشه وو د اعدامونو او تښتونو په ګډون د ناوړه استفادې تورونه هم پورې شوي دي.