په ننګرهار کې د اتو تنو قاتل په اعدام محکوم شو

په ننګرهار ولایت کېد اتو تنو وژونکی د اعدام په سزا محکوم شو.

د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ویلي، د بهسود ولسوالۍ ابتدايه محکمې د یکشنبې په ورځ په علني محکمه کې د عمراخان په نوم تورن قاتل چې د بهسود ولسوالۍ قلا میرزا په سیمه کې د یوسف د کورنۍ د اتو غړو د وژل کیدو په تور نیول شوی و د اعدام په سزا محکوم کړ.

په دې پېښه خپله یوسف د هغه مور، میرمن او پینځه تنه اولادونه چې د شپږو میاشتو ماشوم هم په کې شامل و وژل شوي وو.

د ویلو ده چې د دې محکمې له جریان څخه د لويې څارنوالۍ راغلي پلاوي هم څارنه کوله.