ولسمشرغني په ننګرهار کې د عبیدالله پر مېلمستون انتحاري حمله وغندله

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په جلال اباد ښار کې د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شینواري پر مېلمستون نننۍ انتحاري حمله غندلې ده.

له جمهور ریاسته په دې اړه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي، هغوی چې د بې ګناه خلکو وینه تویوي او جنګ ته ادمه وکوي حکومت به ورسره د سولې خبرې ونه کړي.

په جلال اباد ښار کې د دغه ولایت د ولایتي شورا د غړي عبید الله شینواري پر مېلمستون په انتحاري حملې کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه نن سهار څه باندې ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.

ښاغلي خوګياڼي زیاته کړه چې انتحاري حمله د داعش وسله والو له خوا د عبیدالله شینواري د ورور د خوشې کېدو په مناسبت نیول شوېو مراسمو کې شوې ده.

د عبیدالله شینواري ورور څه موده وړاندې په ننګرهار ولایت کې داعش وسله والو تښتولی وو چې په دې وروستیو کې را خوشې شوی و.

تر دا مهاله د پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.