لعل زاد:د غور محبس ګڼ شمېر زندانیان په نشه یې توکو روږدي شوي

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په محبس کې بندیانو ته د نشه یي توکو انتقال د روږدو کسانو په شمېر کې ډېروالی راوستی دی.

د غور محبس د روغتون مسوول ډاکتر محمد عمر لعل زاد ازادي راډیو ته وویل، یو شمېر هغه کسان چې د بندیانو د لیدلو لپاره محبس ته ځي له ځان سره نشه يي توکي انتقالوي چې په دې توګه په محبس کې د روږدو بندیانو شمېر زیات شوی دی.

د ښاغلي لعل زاد په وینا که دغه وضیعت دوام پیدا کړي د غور په محبس کې به د روږدو بندیانو وضیعت نور هم خراب شي او پکار ده چې په دې برخه کې جدي اقدام وشي.

د غور ولایت د محبس مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.