د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې درې پولیسو خپل څلور ملګري پولیس وژلي

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې درېيو پوليسو د خپل قوماندان په ګډون څلور ملګري پوليس وژلي او وروسته تښتېدلي دي.

د کندهار یو مقام چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې درېيو پوليسو چې ویل کېږي د وسله والو طالبانو ملګري وو، د خپل قوماندان په ګډون خپل څلور ملګري پوليس وژلي او وروسته تښتېدلي دي.

د سرچنې په وینا دغه پېښه د شنبې په شپه د دې ولسوالۍ د سلامۍ د غره په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی.