اروپايي اتحاديې په ترکیه کې د اکاډمیکو شخصیتونو نیول کېدل غندلي او دا کار يې د اندېښنې وړ بللی.
د اروپايي اتحاديې یوه ویاند وویل چې دغه کسان اوس په بند کې نه دي خو د نیول کېدو لپاره يې هڅه کېږي.
د پوهنتون د استادانو په ګډون لسګونه اکاډمیک شخصیتونه چې ویل کېږي د ترکیې په جنوب ختیځ کې يې د کرد وسله والو پرضد د دې هېواد د پوځي عملیاتو غندنه کړې نیول شوي دي.
د خپرو شوېو راپورونو په اساس دغه اکاډمیک شخصیتونه مخکې تر دې چې بېرته خوشې شې یوه ورځ له پولیسو سره په توقف کې وو.