ټاکل شوې نن د ایران د اټمي پروګرام پر سر پرېکړه وشي

ټاکل شوې چې نن د ايران او امريکا د بهرنيو چارو وزيرانو له خوا د ايران د اټمي پروګرام پر سر پرېکړه وشي.

ايران هيله لري چې له دې پرېکړې وروسته به پر دوی د نړيوالو له خوا لګېدلي بنديزونه لرې شي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف وايي:"دا له نړیوالو سره د ایران د اړیکو لپاره یوه مهمه ورځ ده.”

نوموړی زياتوي نړۍ ته یې ثابته کړه چې:"ګواښونه، بندیزونه او فشار کار نه ورکوي."

که د نړیوالو له خوا پر ایران لګول شوي بندیزونه لېري شي نو په ميلیارډونو کنګل شوي ډالر به بېرته ایران ته ورکړل شي او ایران به وکولای شي چې په نړیوالو مارکیټونو کې خپل تېل وپلوري.

خو په بدل کې به یې ايران خپل اټمي پروګرام محدودوي.