روسیه وايي لوېدیځ هېوادونو د سوریې کړکېچ ته سیاسي بڼه ورکړې

روسیه لوېدیځ هېووادونه تورنوي چې په سوریې کې یې بشري بحران ته په یوه داسې ډول سیاسي بڼه ورکړې چې کولای شي؛ د سولې راتلونکې خبرې زیانمنې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې مرستیال سفیر "ولاديمیر سافرونکوف" پوښتلې چې ولې بریتانیا؛ فرانسې او متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرونۍ لیدنې غوښتنه کړې وه.

په هغې غونډې کې چې د سوریې د یاغیانو تر کنټرول لاندې ښار مضایا د خلکو د لوږې او ځورونې په اړه بحث وشو.

دغه ښار د سوریې د حکومتي ځواکونو له خوا محاصره دی.

سافرونکوف دا کار یو دوه مخی ستنډرډ وباله او ویې ویل دا ټولې غیر ضروري خبرې اترې کولای شي د سولې خبرې چې د جنورۍ ۲۵مې نیټې ته پلان شوي؛ تر پوښتنې لاندې راوستلی شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون ویلي؛ دواړو لورو هم د سوریې حکومت او هم یاغیانو جنګي جرایم ترسره کړي دي.

په دې غونډې کې د بریتانیا استازي ویلي چې ټول اړخونه باید د خلکو محاصره پای ته ورسوي؛ خو وایي، حکومت تر ټولو د مخه مسوولیت لري چې د سوریې خلک خوندي کړي.