د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رییس وايي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو دقیقه نېټه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ اعلان شي.
د دغه کمېسیون رییس یوسف نورستاني دا څرګندونې نن د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وکړې.
ښاغلي نورستاني همدارنګه له حکومته وغوښتل چې د راتلونکو انتخاباتو د امنیت او بودجې تضمین دې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د راتلونکي کال د اوړي اومني ترمنځ وشي؛ خو د دقیقي نېټې اعلان یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون کار بللی وو.