ترکیه وايي د حکومت ضد پروپاګن په تور یې د پوهنتون ۲۷ استادان نیولي

د ترکیې امنیتي ځواکونو پرون جمعه د پوهنتون هغه ۲۷ استادان ونیول چې د دې هېواد په جنوب ختیځ کې یې د کُردي ملیشو پر ضد د عملیاتو د بندېدو غږ اوچت کړی وو.

د ترکیې د مطبوعاتو په حواله، دا کسان په ترورېستي پروپاګند تورن شوي دي.

نیول شویو کسانو د «موږ به د دې جنایت برخه نه شو» په نوم کمپاین کې پر انقرې غږ کړی چې د کُردانو قتل عام او د هغوی تبعیدول بند کړي.

دا کمپاین په ترکیه کې دننه او له دې هېواده بهر مېشتو ۱۲۰۰ د پوهنتونو استادانو، څېړونکو او فعالانو لاسلیک کړی دی.

د ترکیې لويې څارنوالۍ د دې کسانو په اړه چې دولت ته په سپکاوي او ترورېستي تبیلغ تورن دي، څېړنې پيل کړي دي.

د ترکیې د لویې څارنوالۍ پر دې اقدام د حکومت اپوزېسیون او په دې هېواد کې د امریکا سفارت انتقاد کړی دی.

په ترکیه کې د امریکا سفیر "جان باس"، پرون په ټوېټر پاڼه کې ولیکل چې د لويې څارنوالۍ دا کار په ترکیه کې د مشروع سیاسي فعالیت پر ازادي منفي اغېز کوي.

د ترکیې په جنوب ختیځ کې د کردستان د کارګرانو ګوند یا پي، کې، کي د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ د اوربند موافقه تېر دوبی مات شو.