روسي چارواکي ادعا کوي چې د یاغیانو یوه ډله یې په جنوبي سیمه، «کابرډینو بالکاریا» کې محاصره کړې ده.
د روسیې د قفقاز په دې جمهوریت کې چارواکو تېره ورځ وویل، د دې ترورېستي ډلې کسان په یوه کور کې محاصره شوي دي چې تر نیمې شپې یې له امنیتي ځواکونو سره مقاومت کاوه.
د عملیاتو لپاره د محاصره شوي کور شاوخوا کورونه له خلکو تش شوي دي.
د قفقاز په شمال کې اکثریت مسلمانان دي او په کې په دې وروستیو کې بې امني زیاته شوې ده.