کابل پوسټ: بې سوژې سیاستوال او ضد او نقیضې غوښتنې یې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د وروستیو ائتلافونو اغېزو او د سولې په اړه هیلو ته ځانګړې کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د واک تږي اېتلافونه نظام ګواښي.

په سرمقاله کې راغلي، په هر چا چې ژوند تنګ شي او له اوزګارتیا او بې مضمونۍ په تنګ شي، نو د ولس په نوم یوه ډله جوړه کړي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، ولس دومره ویده نه دی چې د داسې کړیو په خبرو وغولېږي.

په سرمقاله کې د نوې ملي جبهې په نوم جوړ شوي اپوزېسیون ته اشاره شوې او په کې ویل شوي چې په دې چوکاټ کې هم د پخواني حکومت هغه چارواکي راټول شوي چې د خپل واک پر مهال په فساد کې ډوب وو.

کابل پوسټ:

کابل پوسټ ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې بې سوژې سیاستوال او ضد او نقیضې غوښتنې یې.

په مطلب کې د حراست او ثبات شورا او یو شمېر نورو ډلو جوړېدو ته په اشارې لیکل شوي چې دغه ډلې حکومت ته خبرداری ورکوي چې خپل کارونه سم کړي.

د مطلب لیکوال ویلي، جالبه خبره دا ده چې د حراست او ثبات شورا د لویې جرګې په جوړېدو کې حکومت کمزوری بللی او غوښتنه یې کړې چې په دې برخه کې باید له دوی څخه مرسته وغوښتل شي.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د څلور اړخیزو غونډو د دویم پړاو نتیجو ته هیلې ډېرې شوي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې په افغانستان کې هر افغان سولې ته جدي لېوالتیا لري او د سرمقالې د لیکوال په خبره عام ولس د سولې په اړه له هر ډول غونډو تود هرکلی کوي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانان د سولې څلور اړخیزې غونډې ته محتاطانه خوشبینه دي او دا ځل داسې هیلې شته چې پاکستان به د سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې د ترورېزم موجوده ګواښ بې ساری دی او ټوله سیمه باید د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره لاس سره یو کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سولې په روانه پروسه کې د امریکا او چین رول د پام وړ دی او افغان حکومت هم د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

په سرمقاله کې راغلي چې امریکا او چین پر پاکستان نفوذ لري او د سولې په برخه کې پاکستان د خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ کولای شي.