د ارمنستان چارواکي وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دې هېواد کې د خوک د انفلونزا وایروس ۱۱ کسان وژلي دي.
د ارمنستان د روغتیا وزیر ارمن مرادیان نن وویل؛ د دې وایروس وروستۍ قرباني ۶۱ کلنه مېرمن وه چې په ایچ. یو. اېن یو اخته شوې وه.
د ارمنستان د روغتیا د وزیر په خبره دا مهال د ارمنستان په روغتونونو کې د خوک په انفلونزا اخته ۹۱ ناروغان تر درملنې لاندې دي.