ټاکل شوې ده چې راتلونکې دوشنبې په کابل کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.
د افغان دولت د اجرائیه ریاست مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د دې غونډې لپاره پوره چمتوالی نیول شوی او د سولې د پروسې د پیل لپاره به پر ټولو لارو چارو خبرې وشي.
په دې غونډه کې د افغانستان سربېره پاکستان، متحده ایالات او د چین استازي ګډون کوي.
تر دې مخکې دې ته ورته غونډه تېره دوشنبه په اسلام کې وشوه.