جوزف فوتل به په منځني ختيځ کې د امريکايي قواوو د نوي قوماندان په توګه ونومول شي

د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير اعلان کړه چې جنرال جوزيف فوتل (Joseph Votel) به په منځني ختيځ کې د امريکايي قواوو د نوي قوماندان په توګه ونومول شي.

دفاع وزير اشټون کارټر پرون د امريکا په مرکزي قوماندانۍ کې دغه تصميم اعلان کړ.

جنرال فوتل د امريکا د ځانګړو عملياتي ځواکونو قوماندان دى او د جنرال ليود اُستين (Lloyd Austin) پر ځاى به ټاکل کېږي.

اُستين چې تقاعد کوي، د امريکا د مرکزي قوماندانۍ مسوول دى.

دغه قومانداني په عراق او سوريه کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش پرضد د پوځي عملياتو څارنه کوي.