ننګرهار: په هوايي برید کې یوولس تنه وسله وال وژل شوي

د ننګرهار چارواکي وايي په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې هوايي بريدونو داعش ډلې ته مرګ-ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطا اله خوږياڼي ازادۍ راډيو ته وويل، دغه حملې پرون ناوخته او تېره شپه شوي دي.

ده وويل په هغه بريد کې د اچين ولسوالۍ په څو سيمو کې د بې پېلوټه الوتکې له خوا شوى، په نتيجه کې د داعش ډلې لس وسلوال وژل شوي:
”تېره ورځ په اچین ولسوالۍ عدلخیلو او نورو سیمو کې بمبار شوی چې په دې کې لس تنه مخالفين وژل شوي او دا چې ځينو رسنیو په دې بمبار کې د داعش ډلې مشر د وژل کیدو خبره کړې موږ دا نه تاییدوو او په دې اړه موږ ته کوم راپور نه دی راکړل شوى“

په ځينو راپورونو کې ويل شوي وو، چې په دې بريد کې د داعش ډلې يو وتلى مشر حافظ سعيد هم وژل شوى دى.

يوې باوري سرچينې ازادۍ راډيو ته ويلي، چې په دې هوايي بريد کې د لښکر اسلام ډلې د مشر منګل باغ زوى اجنبي او د داعش يو سيمه ييز قوماندان شمس ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند وايي تېره شپه په هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم پر ځينو سيمو د افغان قواوو هوايي بريدونه شوي، خو د تلفاتو شمېر لا دقيق نه دى.

په سيمه کې باوري سرچينې وايي په دې ولسوالۍ کې د تېرې شپې بريد د داعش ډلې ١٥ وسلوال وژلي دي.