جمهور ریس محمد اشرف غني یو وار بیا د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره پر خپل تعهد ټینګار وکړ.
د ارګ خبرپاڼه د ښاغلي غني په حواله وايي؛ د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره هڅې به جاري وساتي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د دوبي او مني ترمنځ وشي؛ خو دقیقه نېټه یې لا نه ده اعلان شوې.
ښاغلي غني پرون (پنجشنبه) ټینګار کړی چې حکومت به خپلې هڅې جاري وساتي؛ څو ټول افغانان په دې ټاکنو کې د ګډون او رایې ورکولو موقع ولري.