امریکا نن څلور (A 29) جنګي الوتکې د افغانستان دفاع وزارت ته سپاري

د امریکا حکومت به نن څلور جنګي (A 29) الوتکې د افغانستان د دفاع وزارت ته وسپاري.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون (پنجشنبه) وویل چې دا پرمختللې الوتکې به د افغانستان د هوايي ځواک له پياوړتیا سره مرسته وکړي:

"دا څلور اې ۲۹ جنګي الوتکې، هليکوپټر نه دي چې د کابل هوايي ډګر ته به را ورسیږي."

تر دې مخکې د هند حکومت د افغانستان دفاع وزارت ته د ۴ جنګي هليکوپټرو مرسته وکړه.