د فرانسې یوې محکمې "روب لاوري" ته د انسانانو د قاچاق له توره برائت ورکړ

د فرانسې یوې سیمه ییزې محکمې هغه بریتانوي وګړي ته چې انګلستان ته د یوې ماشومې افغانې نجلۍ د قاچاق په تور نیول شوی؛ د انسانانو د قاچاق له توره برائت ورکړ.

روب لاوري تورن و چې یوه څلور کلنه ماشومه یې په فرانسه کې د غیرقانوني کډوالو له کمپه په قاچاقي ډول؛ بریتانیې ته لیږدوله. روب ویلي چې د دې ماشومې پلار غوښتنه ورڅخه کړې وه چې لور یې په بریتانیا کې د هغوی نورو خپلوانو ته ورسوي.

ده پرون خبریالانو ته وویل؛ په محکمه کې له تحرمه کار واخیستل شو او فرانسې دا پیغام خلکوته ورکړ چې مهرباني او بشر دوستي بریالۍ کېږي. فرانسه د دې کډوالو ښه غواړي.

په مطبوعاتو کې دې ځوانانو ته چې په ریلونو او لاریو کې رارسېږي بد نوم ورکړ شوی او خبریالان باید د هغوی ریښتنې کیسې له نورو سره شریکې کړي. که موږ د اروپایي ولس په توګه مرسته ونه کړو؛ دا ماشومان به له یخنۍ مړه شي.

روب لاوري په غیرقانوني مهاجرت کې د مرستې او د انسانانو د قاچاق په جرم په پينځه کاله بند او څه باندې ۲۲ زره ایرو جریمې محکومېدلای شو.