د سوداګرۍ وزارت د معافي تېلو د خرڅېدا اوازې رد کړې

د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو او اوبلن ګاز ریاست ریس انجنیر فرید الله شیرزی

د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو او اوبلن ګاز ریاست هغه راپورونه ردوي چې ګڼې د بهرنیو او افغان ځواکونو په نوم معافي تېل افغانستان ته را وارديږي او بیا په ازاد بازار کې خرڅېږي.

د دغه ریاست رییس انجنیر فرید الله شیرزي د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره په مرکه کې وویل چې دا تېل او ګاز د یوه قرارداد له مخې چې د حکومتونو تر منځ شوی، را واردیږي.

له دې وړاندې د ولسي جرګې غړي محمد نعیم حمیدزي لالي ویلي وه چې ځيني شرکتونه همدا معافي تېل او ګاز را واردوي او بیا خپل په ګټه یې په بازارونو کې خرڅوي.

له ښاغلي شیرزي سره د ازادي راډيو د خبریال قسیم سوله مل مرکه دل اندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلای شي:

Your browser doesn’t support HTML5

د نفتي موادو او ابلن ګاز ریاست له مشر فرید الله شیرزي سره مرکه