کري: ښايي په راتلونکو څو ورځو کې پر ایران اقتصادي بندیزونه نرم شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وايي، وروسته له دې چې ایران له نړېوالو قدرتونو سره د اټمي پروګرام د موافقې پر اساس خپلې کلیدي ژمنې پوره کړې، ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د دغه هېواد خلاف د لوېدیځو هېوادونو اقتصادي بندیزونه نرم شي.

ښاغلي کري پرون چهارشنبې وویل، ایران د موافقې له غوښتنې سره سم د اراک د درنو اوبو د ریکټر ویجاړولو ته خورا ورلنډ شوی دی.

جان کري همدا راز وویل:

“یوازې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر ما ته حال راکړ چې د اټمي ریکټر پلاتونیم نور نشته او په څو ساعتونو کې به ویجاړ او له کانکریټو ډک شي.”

ده همدا راز وویل، کله چې د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ اداره تصدیق کړي چې ایران موافقه اجرا کړې ده، بندیزونه به لېري شي، اوس داسي ښکاري چې دا کار په څو ورځو کې کېږي.

ایران پرون وویل، تمه لري چې موافقه به د راتلونکې اوونۍ د شنبې او یکشنبې تر ورځې عملي شي.