امریکایي چارواکو له تهرانه مننه وکړه چې د امریکا ۱۰سمندري پوځیان یې خوشې کړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري تېره ورځ وویل چې له دې کسانو سره د توقیف پر مهال مناسب چلند شوی دی.
ښاغلي کري زیاته کړه:
“ټولې نښې دا ښکاروي چې زموږ د پوځیانو سمه ساتنه شوې،دوی ته ډوډۍ رسېدلې او د خوب ځایونه یې ورته برابر کړي وو، کله چې نن بېرته خپلو کښتیو ته ستنېدل بیا یې هم له دوی سره همکاري کړې ده.”
د امریکا دوې وړې بېړۍ د سې شنبې په ورځ تېروتې وې او له نړېوالو اوبو نه د ایران اوبو ته ننوتې وې چې ایراني ځواکونو وګرځولې.
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه وایي، دا ۱۰ کسان یې د چهارشنبې په ماسپښین د دې لپاره خوشي کړل چې دوی قصداً د ایران اوبو ته نه وو داخل شوي.