ولسمشرغني وايي د پاکستاني ډیپلوماټانو د خوندیتوب هڅې به زیاتي کړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان صدراعظم نوازشریف ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې به د پاکستاني ډیپلوماټانو د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې کړي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني تېره ورځ په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ ته څېرمه له بریده وروسته له نواز شریف سره په ټیلیفون خبرې وکړې.

نوازشریف وویل چې ترورېزم د افغانستان او پاکستان دښمن دی او د دې دښمن د له منځه وړلو لپاره باید ګډې هڅې وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د پاکستان صدراعظم د افغان ولسمشر د ډاډګېرنې او د افغان امنیتي ځواکونو د مېړانې ستاینه کړې ده چې د جلال اباد حمله یې شنډه کړه.

په دې برید کې اووه افغان پولیس و وژل شول او لس تنه نور د دریو ملکیانو په ګډون ټپیان شول.