د ښار ي پراختیاوزیر: د ګردېز ښار ماسټر پلان به په لنډ وخت کې عملي شي

د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر په پکتیا کې ژمنه وکړه چې د ګردیز د ښار ماسټر پلان به په لنډ وخت کې تطبیق کړي.

سید سعادت منصور نادري تېره ورځ په ګردېز کې خبرې غونډې ته وویل:

موږ به په لنډ وخت کې د ګردېز پر ماسټر پلان کار وکړو او د ښارجوړونې وزارت ان شاءالله ستاسو په خدمت کې دی.

د ښاري پراختیا وزیر زیاته کړه چې د پکتیا د ولسوالیو لپاره به طرح شوی پلان هم عملي کړي.

په عین وخت کې سید سعادت منصور نادري وویل چې تر اوسه په پکتیا کې د ښوونکو لپاره یوه نومره مځکه هم نه ده توزیع شوې چې دا د منلو نه ده.

نوموړي زیاته کړه د پوهنې له وزیر سره به په کابل کې دا ستونزه شریکه کړي، څو په نږدې راتلونکې کې ښوونکو ته د مځکو د وېش لړۍ پیل شي.