په کابل کې د برېتانيې سفارت وايي، که چېرې د افغانستان حکومت وغواړي موږ د سولې له بهیر سره تخنیکي همکاري کولای شو.
د برېتانیې سفیرې کارن پېرس نن ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې په اړه، له پاکستان سره خبرو ته هم تیار دي.
برېتانیه په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې نه وه.