سینها: هند له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی

په کابل کې د هند سفیر امرسینها ټينګار کوي چې هېواد یې ژمن دی ترڅو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

ارګ ماڼۍ نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې جمهور رییس محمد اشرف غني په کابل کې د هند له سفیر امرسینها سره د مخه ښې په کتنه کې په افغانستان کې د ماموریت پرمهال د هغه کړنې وستایلې.

په دې کتنه کې د هند سفیر امر سینها ویلي چې د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په هدف د ترسره شویو هڅو له امله دواړه هېوادونه ډېر سره نږدې شول.

هغه د افغانستان لپاره د هند د مرستو په دوام په ټینګار سره ډاډ ورکړ چې هند به تل د یو دوست هېواد په توګه د افغانستان تر څنګ ولاړ وي.

جمهور رئیس غني همدارنګه له افغانستان سره په پوځي او پراختیايي برخو کې د هند د مرستو قدرداني کړې.