د افغانستان د ملي مشارکت ګوند د هېواد په یو شمېر سیمو کې د راکړې ورکړې لپاره؛ د بهرنیو اسعارو کارول او په دې برخه کې د حکومت په بې تفاوتۍ اندېښنه څرګندوي.
د دې ګوند رییس نجیب الله کابلي نن خبریالانو ته وویل چې لاهم په یوشمېر ولایتونو کې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې د ایراني تومان او پاکستاني کلدارو څخه کار اخیستل کېږي.
سره له دې چې تردې وړاندې د دولتي بانکونو مسوولانو او امنیتي ځواکونو ټينګار کړی چې د دې کار مخه به ونیول شي؛ خو لاهم په دې برخه کې ستونزې پرځای پاتې دي.