روسیه سږ کال د اټمي امنیت په سرمشریزه کې چې په واشنګټن کې جوړېږي ګډون نه کوي

روسیې ویلي چې سږ کال به د اټمي امنیت سرمشریزه کې چې په واشنګټن کې جوړېږي ګډون نه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا نن وویل چې د اټمي امنیت سرمشریزې چې هدف یې د اټمي ترورېزم مخینوی دی، خپل رول لوبولی او سیاسي اجنډا یې زړه شوې ده.

زخارووا وویل، د نړیوال اټمي امنیت په اړه د هڅو د همغږي کولو لپاره باید اساسي ځای د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې ته ورکړل شي او د اټمي امنیت سرمشریزه د اټمي انرژۍ د نړیوال سازمان په ګډون، د نړیوالو ادارو په کار کې مداخله کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، د اټمي امنیت سرمشریزه یوازې د محدود شمېر دولتونو نظر څرګندوي او پر نړیواله ټولنه یې تحمیلوي او دا کار د منلو وړ نه دی.

ټاکل شوې چې د اټمي امنیت سرمشریزه د مارچ په ۳۱ په واشنګټن کې وشي.