په ترکیه کې ۳ روسان د اسلامي دولت په وسله واله ډله (داعش) کې د غړیتوب په تور نیول شوي دي.
د ترکیې خبري اژآنس "دوګان" وايي، د انتالیا پولیسو د دې درېیو مشکوکو روسانو د استوګڼې د ځای د تلاشۍ پرمهال؛ زیات اسناد او "سي. ډي" ټیپونه نیولي دي.
داسې ګڼل کېږي چې دا کسان د جګړې په سیمه کې د داعش له وسله والو سره په تماس کې وو او هغوی ته یې لوژیستیکي مرستې کولې.
په انتالیه کې د روسیې قنسول د دې کسانو نیول کېدل تائید کړي او زیاتوي چې عامل یې تر اوسه نه دی څرګند شوی.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې په اسټانبول ښار کې پرون په انتحاري حمله کې چې داعش یې مسئولیت منلی، لږترلږه ۱۰ تنه ووژل شول چې زیات یې جرمنیان دي.
چاودنه د اسټانبول ښار په سلطان احمد سیمه کې وشوه او ۱۵ تنه په کې زخمیان شول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دوې میاشتې مخکې وویل چې لږترلږه ۲۷۰۰ روسان له داعش سره د یوځای کېدو لپاره سوریې ته تللي دي.