خلیل کرزی: حکومت د وسله والو له ټولو ډلو سره د سولې خبرو ته چمتو دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې حکومت د وسله والو طالبانو له ټولو ډلو سره د سولې خبرو ته چمتو دی.

حکمت خلیل کرزي دا څرګندونې د اسلام اباد په څلور اړخیزې غونډې کې له ګډون وروسته نن په کابل کې خبریالانو ته وکړې.

ښاغلي کرزي وویل چې تر راتلونکو دوو میاشتو باید افغانستان د یو لوی او مثبت بدلون شاهدان اووسي.

"زه غواړو په یو چوکاټ کې زیات وضاحت ورکړم، موږ چمتو یو چېبېلابېلو ګروپونو، هغه که د ملامنصور، ملا رسول، حقاني شبکې، نور قوماندانو او یا هم د قطر دفتر پورې اړوند وي د سولې خبرې وکړو."

ښاغلي کرزي زیاته کړه، هغه څوک چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي په وړاندې به یې له زور څخه کار واخیستل شي.