د ترکيي په استانبول کې نن یوې چاودنې لږترلږه ۱۰ کسان ووژل او ۱۵ نور يې ژوبل کړل.
د استانبول ښاروال ویلي، چاودنه په سلطان احمد سیاحي سیمه کې شوې ده.
په دې پیښه کې ۱۵ کسان نور ژوبل شوي دي.
که څه هم چې د چاودنې څرنګوالی لامعلوم نه دی خو ځینو سرچینو ویلي چې دا ځان وژونکې حمله وه.
ترکیه په وروستیو میاشتو کې د خونړېو چاودونو شاهده وه.په تېره اکتوبر میاشت کې په انقره کې دوو ځانوژونکو بریدونو لږ تر لږه سل کسان ووژل.
ترکیه وايي، دا بریدونه د اسلامي دولت په نامه ډلې ترسره کړي دي.