د ملګروملتونو یوه چارواکي ویلي، د سوريي له کلابند ښار مضایا څخه باید په فوري توګه شاوخوا څلور سوه کسان وایستل شي.
ملګري ملتونه وايي، دا کسان د قحطی له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو کاروان چې خوراکي مواد، دارو درمل، کمپلې او د سرپنا وسایل په کې شامل دي تیره ورځ مضایا ته ورسید.
مضایا ښار چې شاوخوا څلویښت زره نفوس لري له تیرې جولايي میاشت راپدیخوا د حکومتي ځواکونو له خوا کلابند دی.
د سوريي په شمالي ولایت ادلب کې دوه نورو ښارګوټو ته چې د حکومت ضد یاغیانو له خوا محاصره دي، هم بشري مرستې رسیدلي دي.
راپورونه وايي چې په دغې سیمه کې له تېرې اپریل میاشت راهیسې شاوخوا دوه زره کسان د جګړې د دواړو خواو په منځ کې بند پاتي دي.