د افغانستان د پوهنې وزارت او یونیسف ترمنځ د ۱،۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د پنځه ویشت بابه ښوونځیو د جوړول تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف ادارې له استازي سره د تړون د لاسلیک پرمهال وویل چې یاد ښوونځي به د پروان، کاپیسا او پنجشیر په ولایتونو جوړشي.