امریکا یو ځل بیا له سعودي او ایرانه وغوښتل چې خپلې لانجې د خبرو له لارې حل کړي.
د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا پر ایران او سعودي عربستان غږ وکړ چې خپلې سیاسي لانجې د خبرو له لارې حل کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
"د امریکا متحده ایالات باور لري چې دواړه لوري باید د لانجې د هوارۍ لپاره په بامفهومه مذاکرو کې ګډون وکړي او داسې اغېزمنې لارې پیدا کړي چې پر اساس يې د سوریې د سولې بهیر هم پرمختګ وکړي او پرې نه ږدي چې د دوی لانجه د سوریې د سولې د خبرو یا په سیمه کې د نورو مهمو پرمختګونو لپاره خنډ شي."
په سعودي عربستان کې د یوه شیعه عالم شیخ نمر النمر تر اعدام وروسته قهرجنو خلکو په تهران او مشهد کې د سعودي عربستان پر ډیپلوماټیکو ماموریتونو حملې وکړې او له دې سره دواړو هېوادونو خپل سیاسي روابط پرې کړل.