ملګري ملتونه وايي، د سوريې مضایا ښارګوټي ته د بشري مرستو لومړی کاروان رسېدلی دی.
د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی و چې که مضایا ته په عاجل ډول خوراکي مواد ونه رسېږي نو دلته به ګڼ شمېر کسان له قحطۍ مړه شي.
دا ښار د سوريې د حکومتي ځواکونو او حکومت ضد وسله والو مخالفانو له خوا کلابند دی.
مرستندویه ډلې وايي، په مضایا ښارګوټي کې چې د سوريې د حکومت وسله والو مخالفانو کلابند کړی، ګڼ شمېر کسان د قحطۍ له امله مړه شوي دي.
په مضایا کې چې د اردن پولې ته نېږدې پروت دی شاوخوا څلوېښت زره کسان ژوند کوي.
راپورونه وايي چې د دې ښار ګوټي اوسېدونکي د ژوندي پاتې کېدو لپاره واښه او کورني حیوانات خوري.
د مضایا ګڼ شمېر اوسېدونکي چې خوراکي مواد او دارو درمل نه لري د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د دې ښارګوټي دروازې ته راوتلي وو.
مضایا چې له مرکز دمشقه یوازې ۲۴ کیلو متره لیرې پروت دی، له څو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو او حکومت ضد یاغیانو د جګړو شاهد دی.
په ورته وخت کې د سره صلیب اداره وايي چې د سوريې دوو نورو شمالي ښارګوټو ته هم عاجلې مرستې رسېږي.
دا بشري مرستې د ملګرو ملتونو په ملاتړ او تر څارنې لاندې د سوريې دغو جګړه ځپلو سیمو ته رسېږي.
په همدې حال کې بې پولې ډاکترانو ویلي چې مضایا ښار دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
په سوریه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یوه همغږي کوونکي ویلي دا مهال په مضایا ښارګوټي کې زرګونه کسان د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.