بوټپاکان ځانونه له غوړه مالانو څخه جلا بولي

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د بوټپاکانو د اتحادیې له رئیس سره مرکه اورئ او په دې به پوه شئ چې بوټپاکان ځانونه له غوړه مالانو او چاپړوسانو څخه جلا بولي او وايي چې د دوی غړي ان تر وزارتونو، سفارتونو او مشاوریتونو پورې رسېدلي دي!

نوموړی زیاتوي چې موږ د چارواکو په پاکو بوټانو صافي تېروو چې زړه ېې لاس ته راوړو او چاپړوسان خو نورې خوارۍ هم کوي!

بیا مو د سړک له یوه قرارداده خبروو، اوس خو قراردادونه لکه لنګې غواوې داسې دي چې په نوبت یې څو تنه رالوشي او پۍ ترې اخلي!

د همدغسې یوه قرارداد له حاله مو خبروو چې لاس په لاس شوی او په پای کې ۱۲ متره بر ېې په یو متر بدل شوی او د موټرونو له لویې لارې د بایسکېل لاره جوړه شوې ده!

او په پای کې یو برګ شعر هم در اوروو.

هیله ده چې ټول مطلبونه واورئ او خوښ مو شي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار

جوړوونکی : ننګیارنااشنا