د مصر یو ټلويزيون وايي، د دغه هېواد پارلمان تر درې کلن ځنډ وروسته خپله لومړۍ غونډه وکړه.
څه باندې درې کاله مخکې محکمې د مصر پارلمان منحل کړ.
تمه کېږي وکيلان د خپلې دې دورۍ په لومړۍ ورځ د پارلمان مشر وټاکي.
دوى ١٥ ورځې وخت لري، څو په سلګونو قوانين چې د پارلمان تر منحلېدو وروسته د اجرايي فرمان په توګه صادر شوي وو؛ تصويب کړي.
په نوي پارلمان کې د ولسمشر "عبدالفتاح السيسي" پلويان زيات دي.
پارلمان پنځه سوه اته شپېته انتخابي غړي لري او ٢٨ نور غړي مستقيماً د السيسي له خوا معرفي شوي دي.