د شارلي ابدو خپرونې پر دفتر د حملې یو کال پوره شو

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند نن په هغو مراسمو کې برخه اخلي چې يو کال مخکې د "شارلي ابدو" خپرونې پر دفتر د تروريستي بريد قربانيانو ته د درناوي لپاره جوړېږي.

دغه راز د نوامبر په وروستيو کې په پاريس کې د يو لړ بمي حملو قربانيانو ته هم د درناوي مراتب وړاندې کېږي.

د پاريس په وروستيو حملو کې تر ١٣٠ زيات کسان ووژل شول چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش اړوندو سخت دريځو يې مسووليت اخيستی دى.

تر زرو زيات کسان چې زياتره يې په دغو حملو کې د وژل شويو او ټپيانو د کورنيو غړي دي؛ نننيو مراسمو ته رابلل شوي دي.