ولسمشر غني د څلورو ختیځو ولایتونو له استازو سره د خبرو لپاره ننګرهار ته ولاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څلورو ختیځو ولایتونو له بېلابېلو استازو سره د لیدنې او خبرو په هدف ننګرهار ته رسیدلی دی.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې له همدې امله به په جلال اباد کې جوړې شوې غونډې ته د څلورو ولایتونو (ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان) ولایتونو، سیمه ییز چارواکي، قومي مشران، مدني فعالان او یو شمېر ځوانان رارسېدلي دي.

ښاغلی غني په داسې حال کې ننګرهار ته سفر کوي چې د دغه ولایت له یو شمېر ولسوالیو څخه د نا کرارییو په ځانګړي ډول د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدلو راپورونه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې ویل کېږي چې دغه نا امنۍ د کابل - جلال اباد امنې لویې لارې ته هم راغځېدلي او اوس د پخوا په شان خلک تر مازدیګر ورسته په ډاډه زړه سفر ته زړه نه ښه کوي.