نن د افغانستان کرکټ ټيم له زیبمابوې سره وروستۍ ۲۰ اووریزه لوبه کوي

نن يکشنبه په شارجه کې د افغانستان او زيمبابوې ترمنځ د کرکټ دويمه او وروستۍ ۲۰ اووريزه مسابقه کېږي.

د کرکټ ملي ټيم منېجر شېر اغا همکار له شارجې نه ازادي راډيو ته وويل؛ دوى هڅه کوي په نننۍ مسابقه کې زيمبابوې ته لوى هدف وټاکي.

افغانستان د جمعې په ورځ له زيمبابوې نه لومړنۍ ۲۰ اووریزه مسابقه د پنځو منډو په توپير وګټله.

تر دې مخکې افغانستان زيمبابوې ته چې د کرکټ نړېوالې شورا بشپړغړيتوب لري؛ د ۵۰ اووره مسابقو په لړۍ کې ماته ورکړه.