د فارس خلیج هېوادونو له سعودي عربستان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

د ریاض او تهران ترمنځ په رامنځ ته شوي کړکېچ کې د فارس خلیج هېوادونو له سعودي عربستان څخه ملاتړ کړي.

هغه څه چې دغو هېوادنو د تهران له خوا د ریاض په داخلي چارو کې مداخله بللې؛ غندلي دي.

د خلیج د همکارۍ شورا د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ په ریاض کې په یوې ځانګړې ناسته کې د ایران او سعودي ترمنځ د رامنځ ته شوي کړکېچ د زیاتوالي په هکله خبرې وکړې.

بحرین، کویټ، متحده عربي امارات، قطر، عمان او سعودي عربستان د خلیج د همکارۍ په شورا کې غړيتوب لري.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیرعادل الجبیر ویلي؛ که چېرې ایران خپل روان سیاست ته ادمه ورکړي؛ نو سعودي عربستان مجبور دی چې په مقابل کې يې عکس العمل وښيي. خو دا چې دا اقدامات څه دي؛ په هکله يې معلومات ور نه کړل.