د اعراق لومړي وزیر حیدرالعبادي ژمنه کړې چې سږ کال به اداري فساد له منځه وړي.
ښاغلی عبادي چې تېره ورځ يې د عراق د پولیسو د یوې خاصي ورځې په مناسب خبرې کولې؛ وویل چې۲۰۱۶ میلادي کال د اداري فساد د له منځه وړلو کال دی.
د عبادي تر دغه خبرو یوه ورځ دمخه؛ د اعراق شیعه روحاني مشر ایت الله العظمي علي سیستاني یو ځل بیا په حکومت کې د اصلاحاتو د راوستلو او اداري فساد د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
عبادي دغه راز هیله وښودل چې سږ کال به په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې فعالیتونه ختم شي.
اسلامي دولت ډله یا داعش په عراق او سوریه کې زیاتې سیمې په واک کې لري.