په شمالي وزیرستان کې د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې لږترلږه ۵ تنه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
دا په روان ۲۰۱۶ میلادي کال کې پر قبایلي سیمو د بې پېلوټه الوتکو لومړنۍ حمله ده.
د راپورونو له مخې بې پېلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان د "منګرویټۍ" په سیمه کې وسله وال سخت دریځ په نښه کړل.
ویل کېږي چې تېر کال په قبایلي سیمو کې د بې پېلوټه الوتکو په ۱۳ بریدونو کې د ۶۰ او ۸۵ ترمنځ وسله وال وژل شوي وو.